

صدیق
محبت لره په کار سينه صفا ده
بينايي د سترګو نفع ستا لقا ده
چې يې نه دي ستا ديدن ته سترګې سپړې
په چمن کې وايه کومه غونچه وا ده
چې يې درد په زړه کې ستا د مينې نه وي
په ژوندون کې د هغو کومه وفا ده
چې تا وويني برتر به تر مجنون شي
که د عوه د زاهد ډېره په تقوا ده
زاهد لاس له ځانه وکښل حورې غواړي
هی توبه دريغه دا څه بده بلا ده
چې يې نغده سودا پريښوه نسيه کاندي
په يقين زما دغه پوهه خطا ده
غنيمت شموي عاشق که نيم نفس وي
چې په ياد يې د يار تيره نيمه ساده
خجالت په نفع نه مومي صديقه
چا چې کړې اندېښنه نن د سبا ده