...

صدیق

چې د چا ترې د ښادۍ تمنا ده 

 له دنيا نه ښادي وا موندلې چا ده

که يې يو زمان خوښي غم يې تر ډېره

 په هزار رنګه څو غم و ته پيدا ده

معرفت يې عارفانو ته حاصل شو

 ځکه تل يې ودنيا ته کړې شا ده

تر نظر يې کمه لا تر خس ښکاره شوه

 چا چې کړې له نابوده استغنا ده

د ذهب خو ننداره، اصل يې نه شته

 که يې ګورې خو په شګو کې بريښنا ده

دانايانو ترې په دا دی حذر کړی

 چې يې برخه ندامت ته د آشنا ده

د ګردون ساز ونا سازې ننداره کړه

 تجربه يې وهر چا و ته نما ده

د دنيا په بدخويۍ کې يې وغواړه

 په دا باب مې تصيده بله غرا ده

په غمګينه ورځ صديق کله راضي دی

 د ګردون يې په ډېر غم باندې رضا ده