

صدیق
د چمن زيب و زينت خوبي له تا ده
د جوهر صيقل جامه جوړه صفا ده
د فکرت په اندېښنه تله په دا لار شي
په پرده کې لار د زړه زړه ته نما ده
د سيلاب آواز په غوږ اورم چې درومي
په خشکۍ نشانه عين د دريا ده
د ليلا له کوڅې زړه پرې منع نه شو
که مجنون ته مينه ارته د صحرا ده
می دې لار سترګو ته کا پنهان دې ګرځي
که جلوه يې په همېشه کې تل زيبا ده
په زنځير تړل به کله منع کيږي
د يوسف چې لار په زړه د زليخا ده
په لمن د دوست نيول تر نمر ښکاره يم
تر اغزي منګول زما د ګل آشنا ده
ګل لمن له خاره کله نغښتې دورمي
د وصال مې په زړه ښخه تمنا ده
لوی حجاب و تاته ته خپله حجاب شو
او که نه يې تا په تا کې تما شا ده
که د عشق مجلس ته لار د صديق نشته
ورته لار ګوښه د زړه جوړه تنها ده