

صدیق
عشق پروا نه کا د هيڅ له زيانه سوده
بيغمي ګوره په سول داور له عوده
صبر ډېر تر اوبو هم په شور ته سوړ کړم
اور رښتا په ايرو پټ وي تل بې دوده
نس مې ناسته په آسمان غواړي کافر دی
په بد خوی طلب راحت مه کړه نمروده
د مريد تعظيم د پير عزت طلب دی
د استاد ادب طلب نه يې مردوده
د عارف نظر په حق واړه په حق شو
په رښتيا لويي اياز وړي له محموده
سجده ګا صديق د زړه په زړه کې بيا موند
نمر پيغور مومي د هر در له سجوده