

صدیق
هر بنده چې روګردان شي له معبوده
کل خواري کا د ابليس په دود بې بوده
د نادان په دود یې زيان په ځان قبول کړه
نور همه طمعه یې کل پريکړه له سوده
درست اميد يې وايسته په دا دنيا شو
د عقبی کارونه تل ګڼي نابوده
هر نادان چې محبت په سيم و زر کا
د خپل ځان حياتي تل ويني موجوده
د دنيا په ودانۍ نادان خوښي کا
چې خانه یې له حباب ده يا له دوده
د دنيا مثال اوبه يا لکه باد دی
څه د سيم و زر استاد غواړي مردوده
د ناصح په نصيحت درومه کامياب شه
د بدخوا خبره مه نغوږه مسعوده
سالکان له هره کاره خبردار دي
که خرقه يې هم په ميو ده الوده
د صديق سره که بخت ملګري وکا
د اياز په دود به ښاد شي له محموده