

صدیق
آه په هيڅ آواز کې مه غواړه بې درده
ته د درد په حال خبر نه يې بې درده
ميړني په شپه لاړ د جانبازي وي
بيارته نه دي څوک وتلي له دې ګرده
د مطلب موندل رښتيا په ډېر ضرور شي
د نراد په باخت بازۍ برد شي له نرده
د دوشش په طلب ډېر دوخال پريوځي
د شکست ابرو یې څوک وړي له نبرده
اور ګرمي د محبت له اوره يو وړه
اوبه يخ شوې د صديق له آه سرده