

صدیق
د ډېر غم برخه زما خسته ناښاد ده
دا د خواهي مې له فرياده په فرياد ده
د عاشق نامه علم د ښکلي عشق کا
د قمري حلقه په غاړه د آزار ده
د يعقوب جزبه د عشق وه په کنعان کې
د يوسف خوبي راوړې ورته باد ته
مرګه په دام کې کښيوتل رښتيا د صيد وي
بې تدبيره نيول پوهه د صياد ده
لرې ملک راته نژدې نژدې کا بيا رته
د وصال ژمنه يې دا که بل هيواد ده
تار په تار مې زلفې ستا ژبه شانه کړي
شانه ترا شو شانه کړې د شمشاد ده
ملامت به صدیق اوس لکه منصور شي
د شاګرد طريقه عين د استاد ده