...

صدیق

روښنايي په مخ د ماه تابان ستا ده

 په نظر کې بينايي نمايان ستا ده

حرکت په هر پيدا کې ستا د عشق دی

 په ميدان کې لکه ګوی په چوګان ستا ده

د سخا په لاس دې ډېر وږي ماړه وي

 د هر ګل خوبي د بوی په بوستان ستا ده

په دره کې ورک رښتيا مخ د آفتاب شي

 چشمه پټه په قطره د حيوان ستا ده

په هر څه کې مينه مخ د يار ښکاره کا

 رڼايي ښکاره پناه په دامان ستا ده

ډېر له سترګو نه جدا زړه ته نژدې يې

 غم ښادي تل په بهار په خزان ستا ده

په غبار الوده سترګې ليده نه کا

 د يوسف بشره ښکاره په کاروان ستا ده

د کعبې طواف مقصد واړه حاصل کا

 په کوڅه خوښي حاصل د رضوان ستا ده

 څوک به خيال لکه چې ته، په صديق بل کا

 ښه قصه يې سر دفتر په ديوان ستا ده