

صدیق
زمانه لکه منصور بيايي ما دار ته
په خندا ځم چې را درمي يار کنار ته
محبت يې وښه مخ راته ګلزار کا
چې خليل غوندې مې واچوي ونار ته
که څه می په سبو شته ساقي اوس راکړه
څو پيالې، پيايي څه ګوري بل وار ته
محتاج سند د ميو زه ديرينه سال يم
په آرزو د ساقي درومم دربار ته
په سلا د پيالې ستا هومره خوښي کړم
لکه غږ چې د طبيب ورشي بيمار ته
واړه ستا دا تورې سترګې پرې ستم کا
چې آهو له خلقه تښتي وکوهسار ته
د ژوندون اميد دې پرې کا له ژوندونه
چې نژدې شي څوک وتا غوندې خونخوار ته
د ماڼې زخم پنبه، مرهم نه اخلي
طبیبان مې حيرانيږي وپرهار ته
ته چې زخم د مانې کيږدې نور شا کړې
بيا دې هيچرې نظر نه وي په بيار ته
خدايه بيا هغه ساعت کړه په ژوندون کې
چې ساقي، چنګ ورباب ځم وبهار ته
که يې غم د جدايي په خاطر نه وای
په وصال به صديق څه ژړا کړه يار ته