...

صدیق

څوک زما دپاره ووايي دلبر ته

 چې ما بوځي په خندا چيرې خپل درته

وايم ځير به ورته ګورم چې پرې موړ شم

 سترګې نه لري طاقت چې ګوري ورته

د ديدن طاقت يې نه شته په شپه ګرځي

 ښاپيرک کله په ورځ ګوري ونمر ته

ډېر د زړه په زور ناره بويه چې واوري

 ورو نری آواز فايده نه کا وکرته

 د صديق مينه په دا اوس په دنيا شوه

 چې دلبر د زمانې درومي وزر ته