...

صدیق

که يار خاوره د تلي را کا دارو ته

 په ارزو به يې خوندي کړم و ليمو ته

ستا منت را باندې بار ته يې قبول کړه

 درد اوښيو که زه نيسم ستا وپښو ته

ته په مينه کې ماڼې کړې زما مرګ ته

 توان مې کله شي ستا نورو خر خشو ته

زه په سحر ستا د دوو سترګو حيران يم

 په ګوګل کې چې رود جوړ کاندي وزړو ته

په ساده پوهه مې هيڅ ملامت مه کړه

 که تشبيه دې د عنبرو کړم وپښتو ته

که اواز د زر کونه ختی هيچيرته

 باز به چا ور پسې نه وړلی درو ته

د غمازو په غوغا به څه پروا کړم

 زمری کله کا نظر چيرې وسپو ته

زر زري جامې په تن کناس زړې کړې

 زما نه کيجم تيار ساتي وخرو ته

 لاس رنګين په سره او سپين لره صديقه

 ښايسته نن زما ځي سپينو و سرو ته