

صدیق
چې خپل عشق د عاشق ورسي تحقيق ته
کا مراني کا په جهان ګوري رقيق ته
عاشقان واړه بازنه د خپل سر کا
لکه پريوځي ښه غواص درياب عميق ته
چې يې لاندې سر تر پښو په منزل نه وي
د هغو رسد به نه شي و شفيق ته
په تقليد، رسم، عادت عاشقي نه شي
د سلوک نصيحت څه فايده زنديق ته
د تصديق روزګار جدا د کاذب بل دی
د هر چا اصل رجوع دی خپل فريق ته
غاښ دې آب و درو ور کا په درياب کې
لب دې آب په يمن وبخښي عقيق ته
چې د يار په مينه موړ نه شو تر وڅه شي
که د خضر عمر وبښي صديق ته