

صدیق
دا جزبه د چا ده چې روانه شوه کنعان ته
بوی د يوسف وړي د يعقوب و ګريبان ته
واړه کار د عشق دی بې ګناه هم ګنهکار کا
هيڅ ګناه يې نه وه چې يوسف ته وزندان ته
پر يې د تجريد د محبت په تن پيدا کړل
ځکه په رښتيا دی عسی تللی وآسمان ته
نور د محبت رڼا ته مخکې وړي د خضر
ځکه يې قدم په تياره سم دورمي حيوان ته
موړ به ځنې نه شي مستسقي که درياب نوش کا
درومي په طلب تشنه وچاه زنخدان ته
عشق پاره پاره کړ زړه زما اوس په ګوګل کې
لږ مثال يې ګوره هزاره، درومه بوستان ته
لبو ته يې لعل واړه هيڅ د بدخشان دي
کله ځم په مرسته د سرو لعلو بدخشان ته
لاس په ارمان چيچم په غاښو تر قيامته
بخت مې مقصر دی چې يې نه رسي دا مان ته
سر لري صديق يار ته يې وړي که يې قبول کا
پښه په خوله د ملخ ميږی روان شو سليمان ته