

صدیق
وې مې له ما درومي څه به ووايې و ما ته
وی يې له تا درومم غم به درست پريږدم وتاته
وې مې ستا په غم کې د ښا د يو ورا ته شا شوه
وی يې نوره نه شته تر دا بله ښادي زياته
وې مې ستا له غم مې به اوس تبه طاعوني شي
وی يې کشکې ومري د زړه حال وايه چاته
وې مې چې هجران دې د دوزخ تر اور بتر دی
وی يې د جنت تر خوښۍ دا ګڼه لا زياته
وې مې چې به ما هم د وصال په برخه شاد کړې
وی يې چې نصيب دې خدای ژړا کړه تر مماته
وې مې چې دا خوږ ژوندون هر ګوره په ما تريخ شو
وی يې چې خواږه د هجر زيات دي تر نباته
وې مې ستا په مينه کې مې نام وننګ ته شا شوه
وې يې غم سړی راضي کاتل نوې بلا ته
وې مې ستا د مينې په پيغور لکه منصور شوم
وی يې مين نه ګوري وشرم و حيا ته
وې مې زه خو هر کله څو وم ستا په رضا وم
وې يې ماونه کا ته صديقه ستا رضا ته