...

صدیق

چې پياله نوشي په مينه مستان نه شته

 چې غوغا کا پرې بلبلې بوستان نه شته

حريفان د ميو ډېر دي ولې څه شي

 چې مين په کښلي مخ دي رندان نه شته

د فلک په ګهواره کې پراته ژاړي

 چې قرار کاندي اطفال رايګان نه شته

لاس د خضر د مدد وينم کوتاه شو

 دا غيرت کاندي له ما که يې توان نه شته

په خوني درياب کې لاړ اوس تباهي شو

 چې وکاږي مې جهاز باد بان نه شته

چې يې تل وم پرور ده په هغه سيوري

 نن په ما د هغه ګل سايبان نه شته

دلسوزي چې نن هيڅوک يو په بل نه کا

 معلوميږي دلسوزي په جهان نه شته

کله نوم د سخاوت له دنيا لاړ شو

 چې فنا شول له دنيا کريمان نه شته

ورځ و شپه د يعقوب ځکه په ژړا ځي

 چې تر نمر ښکلی يوسف په کنعان نه شته

د ګردون له بيدا دۍ دريغه ارمان دی

 ما په څيرې تل لمن کړه ګريوان نه شته

 ځکه راز د زړه صديق ويلي نه شي

  چې د راز په حال خبر محرمان نه شته