

صدیق
خدای مې مه کړه د نادان سړي په نغوته
چې دانا مې په دانش باندې ږدي ګوته
توره جن هوښياره، ښه ده ترغه سپينې
چې بې عقله ښايسته وي سپينه ده ته
اصالت لره ښه خوی خصلت په کار دی
نه بدخويه که ووځي دستن ترو ته
ډېرې ژبې ګويايۍ په کار نه دي
ورويوه خبره لا ښه ده ساکته
بصارت چې يې د زړه نه وي پر ايښی
خلقه وينم د سر په سترګو تته
چې د زړه فهم يې نه وي په دا څه شي
که وغوا غوايه ته واغوندوي خته
نه صديق نه ډېر هوښيار ښه نه کم عقل
بل سړی له دواړه يو ګڼه په کته