...

صدیق

چې مې مينه د سپين مخ را درومي زړه ته

 ګويا سره لمبه د اور درومي واښه ته

ښه ديدن ته د يار هومره ځلبلاند يم

 لکه تيږي چې محتاج وي و اوبه ته

بې له ښکلي مخه خدايږو که خاطر مې

 لږه ډېره هڅه وکاندي بل څه ته

د وصال قاصده زر راځه لارغه شول

 دواړه سترګې مې څلور شوې ستا راتله ته

ګوندې يار مې په خندا شي دا تر غاړه

 چې په خوب کې مياشت راځي وګريوانه ته

ستا د پله خاوره که راکړې منت بار يم

 چې توتيا غوندې يې وساتم ليمه ته

و عاشق ته نصيحت اورو واښه دی

 د ژوندون نصيحت څه فايده ومړه ته

 چې تمام عمر له مينې فارغ نه شو

 د صديق آفرين ځکه شي و زړه ته