

صدیق
آسوده پيدا هيڅوک په جهان نه شته
بې خزانه ګل هر ګز په بوستان نه شته
د ګلونو خندا کله بې ژړا وي
بيهوده په دا چمن بلبلان نه شته
د ځوانۍ آرمان په وخت د پيرۍ مه کړه
سود په تيره چار هر ګز د ارمان نه شته
فراغت تمام له مه آزاده کا
د تصوير د ګلو غم د خزان نه شته
د دنيا عيش و عشرت په دانا غم وي
هيڅ راحت خوښي د چا په زندان نه شته
د سکندر مانه له خضره بيهوده شوه
اوبه څاڅکی د احسان په آسمان نه شته
چې خوښي صديق بې غمه خپله نه کړه
فراغت بې غمه هيڅ په جهان نه شته