...

صدیق

چې په خيال په کبر ګوري وآسمان ته

 ښايسته په خپل ښايست غره دي ځان ته

د عيسی په دود به مړه خلق ژوندي کا

 که قدم واخلي د مړيو ګورستان ته

تر غاښونو يې خجل واړه ګوهر شي

 په لبانو يې طعنه شي در، مرجان ته

چې يې زه په کوڅه تير شم هومره خوښ شم

 نور مې هيڅ محبت نه شي ورضوان ته

ما په کور کې ښايسته تر يوسف بيا موند

 په طلب دې پسې نور درومي کنعنان ته

دا يې زلفې په سپين مخ راته تاو تاو شي

 که کافر دی چې تاويږي مسلمان ته

د يار مينه مې هم در دوه، هم مر هم شوه

 نور مې هيڅ ارزوي نه شته و درمان ته

عاشقي که سر تر پايه واړه زيان ده

 زه هم خپلې مينې وردولم زيان ته

آزاده عالم تر روغ سلامت ګرځي

 ليوني په ليونتوب درومي زندان ته

دا غزل د خان د دې غزل جواب دی

 «که دا ستا سترګې را وجار باسم ځان ته»

 د يار ښکليو سترګو زړه صديقه يو وړ

 اوس يې بيا په څو څو ګرځي وايمان ته