...

صدیق

په جهان کې ستا د لبو شراب نه شته

 سوی زړه لکه زما بل کباب نه شته

په ماڼې مې در د زړه چيرې مات نه کړې

 د څڅواکي طاقت هيڅ د حباب نه شته

لوی حجاب ځنبل د سترګو د ديدن شي

 د بيدارو سترګو پيڅ د حجاب نه شته

پټو سترګو د ديدن فايده يو نه وړه

 د نرګس د سترګو هيچرې خواب نه شته

د زاهد دست افشانې بله نغمه کا

 هغه غږ دلته په چنګ و رباب نه شته

ډکې نور پيالې د می په هوښيارۍ څښي

 يو پرې ماغوندې بل مست و خراب نه شته

هوښيار تله د عمر درست په اوبه ګوري

 تله تر عمره ډېر د برق په شتاب نه شته

وايه ما به بيا د کوم يوه په شمار کړې

 ستا په در د کستګانو حساب نه شته

سړبن، کرلاڼی، دواړه پښتانه هم

 دا ويل د هيڅ يوه په کتاب نه شته

 صديق مرګ له تورو سترګو د يار غواړي

 د عمزو د مقتولانو حساب نه شته