

صدیق
څو مې ځله شي د يار ښکلي ديدن ته
هماغه ځله مې بيا يې ځنکدن ته
د اجل منت لرم که نن را درومي
په سبا مې ستا فراق بيايي مردن ته
ستا په مينه کې مړ پريږده هسې ښخ شوم
چې حاجت مې پاتې نه شي و کفن ته
د يوسف قصد خوږه په يعقوب لګي
لکه حسن د شيرين ستايي کوهکن ته
واړه ستا د مخ له مينې دي باور کړه
که مې چيرې سترګې پورته شي ګلشن ته
ما يې بوی د زلفو ټول بيا موند په کور کې
نور د مشکو په طلب درومي ختن ته
غاښ دې آب و ګوهر ور کا په درياب کې
لب د آب د لعلو وباخښه يمن ته
په ديدن د ګلو مينه کړیء بلبلو!
ګوره کله به بيا راشي وچمن ته
يار په غټو سترګو کله صديق ځير کړ
په فراق يې وزګار نه شو و ديدن ته