...

صدیق

د مستانو محبت شي و شراب ته

 د ګوهر په طلب ځي غواص درياب ته

د هوا له وړلو زړه ساته که ښه کړې

 څه نظر وکړه د بحر و حباب ته

د شبنم دوستي له ګل سره تل نه وي

 تل په لږګرمي ترې دورمي وآفتاب ته

محبت يې ستا د زلفو پيچ و تاب کا

 تاب سنبل نه کا د زلفو پيچ وتاب ته

د انصاف دفتر د خط په مخ څرګند کا

 په نوبت به په حساب درومي حساب ته

 په يقين به د صديق حفظ ابرو وي

 که روان شو و خپل يار عاليجناب ته