

صدیق
چې يې هسې حسن ورکړه زيړي ګل ته
چا يې هومره مينه وښوده بلبل ته
که اميد يې د ښه مخ ننداره نه وي
د نرګس رضا به نه وه غوړيدل ته
ما به هم له ښه ديدنه صبر وکړ
که مې نه وی پيدا سترګې وکتل ته
ګويا ستوري د اسمان په شپه ځليږي
چې د درو لړۍ جوړه کړې ور بل ته
ګل، سنبل واړه دسته لري په مخ کې
مينه مه کړه نور و ګل وسنبل ته
په ظاهر صورت تندرست زړه يې دل شوی
د هر چا چې مينه پريوته ودل ته
چې د يار جور و جفا وړي سم له عمره
د عاشق صورت پيدا شو و زغمل ته
په لحظه لحظه مرګونه پرې تيريږي
هر قدم دې چې څوک اخلي وبيدل ته
تر هر حرف يې بوی د مشکو د عنبر ځي
د صديق مينه پيدا شي وغزل ته