

صدیق
پريشاني زما ظاهره ده ويار ته
د خزان له حماله څه وايم بهار ته
په حضور طلب د يار له ياره ګران وي
ګوره څو موجونه وړي بحر کنار ته
چې دې ګورم وايم خلق څه باور کا
د مجنون خبره نه ځي اعتبار ته
عقل واړه د ساقي پياله له ماوړي
محبت دې اوس له ما ګرځي په بيار ته
خيالت په احتساب کې رسوايي ده
غل په کور نيولی تل درومي بازار ته
اشارت يې د غمنرې په مرګ قبول کړم
د منصور اجازت وصل کا ودار ته
اور د مينې د صديق په خاطر بل شو
د ماغزو تاو به يې رسي ودستار ته