

صدیق
په موسم د ګلو شا کړم کاروبار ته
لور په لور کا ته په مينه کړم ګلزار ته
د تسبيح په شماره ژبه درمانده شي
يو رخصت د نفس بس دی وخپل شمار ته
ګران بار د لقلق په درياب مه شه
خس د بحر لهر زر يوسي کنار ته
په درياب سير مدام لکه حباب کا
اشارت همدغه بس دی سبکسار ته
لاله زار ژوندون چمن دی د بلبلو
چنګ ونی ساقي بهار دی و ميخوار ته
مرګ رښتيا فرقت د ګل و د بلبل دی
د مهجور ژوندون تحقیق درومي ونار ته
اعتبار د صديق کله په ژوندون دی
اشارت يې د وصال را کاږي دار ته