

صدیق
خال د وروځيو په ميدان در څخه شته
ننداره د درست جهان در څخه شته
که مې سر په بها غواړې مخ ښکاره کړه
چې ديدن په بها ګران در څخه شته
ته له خياله نظر هيڅ مه کړه وګل ته
چې خپل مخ ښه تر بوستان در څخه شته
د يوسف غوندې به څوک په کې پراته وي
جوړ کوهی چې زنخدان در څخه شته
څو به ما غوندې په عقل کې پريشان کړې
چې اور بل دا تور پريشان در څخه شته
هيڅ صرفه را باندې مه کړه ما پرې وله
باڼه تير، آبرو کمان در څخه شته
تاويل چې دا ويشتلی زما روغ کړه
ته حاذق لب درمان در څخه شته
همېشه پرې وينې خوره د خوږو زړونو
سور زمری په شونډ، پيزوان در څخه شته
په طلب لکه سکندر صديق حيران شوم
خضر خال د خوله حيوان در څخه شته