...

صدیق

چې خبر کړم پير د دهر له آفته

 غړي غم را څخه وچ کړل له هيبته

له دوستۍ له دښمنۍ د خلقو تښتم

 دواړه توکه خالي نه دي له شدته

د هر چا چې اصل بد وي بد ترې زيږي

 څه فايده ده د استاد له تربيته

چې په هيڅ توکي اثر په هيچا نه شي

 خوږ کانه دي د هر چا له نصيحته

د عاشق نظر مې ياره بل سر نه وي

  سفارغ وي له دوزخه، له جنته

چې په خوند د ترخو ميو د زړه سود کا

 مستغني وي تل له څيره، له قربته

د جهان خوښي که وايي نن هغه کا

 چې په رغم شو له زيبه له زينته

نن هغه سړی رښتيا ولي د خدای دی

 چې يې لاس وکښل د دهر له دولته

که ياري غواړې ياري له هغه غواړه

 چې بيرون دی نن له شش واړه جهته

نوا هم په اسانۍ موندلی نه شې

 څو دې زړه خلاص شوی نه وي له غيرته

په نعمت به له خيريت شکر وکاږي

 چې اګاه شي د جهان له مصيبته

هيڅ باور په نا آشنا په اشنا نه کړم

 خبر دار شوم د هر چا له حقيقته

 و هر چا و ته خواږه تر نی شکر دي

 د صديق ويل د پير له برکته