

صدیق
د کوثر په اوبه سير زنده دلان شته
چې بې پښو د عشق په تل دورمي مردان شته
د هيواد سقر تر سترګو ځنبل زر کا
چې خبر په هغه، دا وي درويشان شته
ونژدې يار ته ناره بې ادبي شي
چې حضور په حضور ګوري ناظران شته
په ديدن يې د بلبل د زړه آرام وي
څو نرګس لا له نسرين په دا بوستان شته
سعادت نښان رښتيا ظل د همای دی
التجا چې درته نه کاندي رندان شته
د فلک اسيا ريزون د حوادث کا
د وصال ښادمن به ژاړي چې هجران شته
ستا د زلفو د زنځير حلقه مې طوق شوه
خط په ها کې د قمری په ګريوان شته
په مجنون صحرا بې دره صومعه شوه
چې په زړه يې خيال د سترګو د زندان شته
د مخفي رحمت صديق دوا ترې غواړي
معنوي طبيب څخه هغه درمان شته