

صدیق
چې په خواب د مرګ اوده نه يم بې خوابه
په حساب اوده غفلت کړم بې حسابه
بې خبر، خبر د هيڅ په احوال نه يم
تاب چې ورک شو ورک له تابه يم بې تابه
اوده هم په ورو په زور په غږ بيدار شي
مړ جواب کړم په جواب شوم لا جوابه
د جرس په غږ بيدار تيار اسباب کا
فرصت نه وي د اوده هيڅ تر اسبابه
هيڅ عمل د صديق پټ په ظاهر نه دی
د حجاب آشنايي ويني بې حجابه