...

صدیق

چې خبر شوم د سنبل له پيچ و تابه

 پيچ وتاب يې ستا د زلفو کا بيتابه

د جهان په مخ رڼا خاته د نمر کا

 په زړه نور د عشق تيری کا تر افتابه

د آسمان ګرځيده، مينه، د زړه نور يې

 نور په پورته تر کعبې شته له مهتابه

د مطلب هر ګور موندل رښتيا محال دي

 ميرابي موندلې چا ده له سرابه

چې مونده په دا عالم کې وفا نه شي

 په جهان کې کيميا ځکه ده نايابه

 د ديدن منع ځنبل کاندي د سترګو

 تل د ديدن کا د صديق سترګې په خوابه