

صدیق
مخ دلبره چې بيرون کا له نقابه
غونچه سر په ګريوان ږدي له حجابه
سترګې پاکې وديدن و ته په کار دي
نور په پورته تر کعبې شته له مهتابه
تل ځنبل د سترګو منع د ديدن کا
منع نه دي د ديدن سترګې بې خوابه
په ظاهر مطلب طلب له ياره مکړه
خاموشي د حليم نه ده بې جوابه
ورا هرو و ته لرې لار نژدي شي
ژر غواص په مټ وکاږي له دريابه
مشوش په فکر لاړ د ګناه څه وي
تل کريم ګناه کمتر کا تر ثوابه
د ګر دون آسياب په سرګرځي صديقه!
ته د رزق اندېښنه څه کړې بې حسابه