

صدیق
دواړه سترګې دې ستم کا بې حابه
چې په وژلو مې تلوار کا تر قصابه
خدايه! تا په هسې بار باندې شيدا کړم
چې يې ډار نه شي له شروعې له کتابه
مګر رسم دين آين د ښکليو دا دی
چې يې مينه په عذاب ده تر ثوابه
درد و غم فراق څو شته په عاشقۍ کې
نور غني يم له ښاديو له اسبابه
هسې ډوب په درياب تللی د فکرت دی
زړه بيرون مه شه د زلفو له ګردابه
په طلب د مشکو څه ځم چين ماچين ته
چې يې زلفې شته تيری تر مشک ونابه
د مغان ميخانی خاکساري ښه ده
د جهان د پادشاهۍ تر جنابه
شيخه! ته په ورد و زهد و تقوی خوښ يې
زه خوښي غواړم له چنګو له ربابه
په طلب کې صديق غم کله د سر کا
زر غواص په مټ و کاږي له دريابه