

صدیق
چې په ګلو مبتلا يې عندليبه!
خدای دې مه کړه د ګلونو بې نصيبه
په بهار ننداره ښه کړه د ګلونو
د خزان وار دې تير کړی دی غريبه
د وصال خوښي په يار، په رقيب غم کړه
په خندا پورې ستا دواړه دي حبيبه!
چې له ياره يې ته اوړې بل لور ته
بس کړه ژبه تر غاښ لاندې کړه اديبه
هغه يار تر تا وتا و ته نژدې دی
چې تر ميانه يې نه ميل شته نه جريبه
په ژړا مې ورته وې بوسه به راکړې
په خندا يې راته وې چې وار کړه شيبه
نه مې خوب خندا ارام شته دی په عشق کې
ستا په عشق کې راته پېښه ده عجيبه
واړه حال زما د عشق په کې بيان کړه
په منبر خطبه په زور لوله خطيبه!
د مرهم په ځای مالګه په پرهار ږدي
د صديق ګيله په دا شي له طبيبه