

صدیق
په درياب د ميو زړه زما حباب شو
چې ګردان باده ساقي د ميو ناب شو
په درياب د حقيقت، حقيقت يافت شي
د حباب چې هوا ورکه شوه درياب شو
د نفس راتله تر تلو پورې موقوف دي
په خزان د چمن ګل پايه رکاب شو
د زانګو په زنګول هلک اوده شي
په غفلت مې د ګردون د ګردش خواب شو
د خبرو په معنو کې صديق غواړه
په درياب د محبت در ناياب شو