...

صدیق

که په زړه کې لرم چوپ د ښه رخسار خيال

 د نور چا نه خو همدا چې د خپل يار خيال

زه چې تل سترګې ځنبم د دې د پاره

 چې چيچم پرې دو رخه د يار عذار خيال

خدای يې يو زمان له مانه جدا مه کړه

 را سره ښه دی د يار بوسه کنار خيال

خيال د ښکليو هسې نه دی چې جدا شي

 تل به ناست وي په خواب هم په بيدار خيال

خدای ور وله نامراد تر خپله مراده

 که په زړه کې دا لمبل شته د ګلزار خيال

اوس درست د يار په خيال پورې ژوندون دی

 چې رفيق مې شو د يار ليل ونهار خيال

 بې د يار له خياله بل څه پکې نه شته

 که په زړه کې د صديق راځي هزار خيال