

صدیق
چې دلبره کا په خاړه هار د ګل
په سينه باندې يې شي پر هار د ګل
ډېر توکل نازک چې ځان لري دلبره
څوک به څه کا تازګي په شمار د ګل
همېشه چې ګل صفت کا ستا له مخه
زه بې تل اورم په خوږ ګفتار د ګل
رنګ د ګل راته ښکاره شو په څو شانه
عجب جوړ کړل پاڼه، رنګ معمار د ګل
راشه څه چې سبا سيل د ګلو وکړو
ته دلبره، زه عاشق، بهار د ګل
محبت يې که د ګل په خاطر نه وي
خوار بلبل به کله کړ ديدار د ګل
هم دلبره، هم ساقي، هم ترانه شته
په مستۍ ځي واړه سره دستار د ګل
ګل چې ښکلي په لاس واخلي لا تازه شي
په بدرنګو لاسو تل شي عار د ګل
همېشه يې په بهار وايه مطربه
ان چې کړي دي صديق اشعار د ګل