

صدیق
دريغه که زما په سترګو وګورې رخسار خپل
ژر به کړې پناه له خپلو سترګو نه ديدار خپل
کله د پرۍ يا د حورو دا ښايست شته
ته ګوره پخپله د زيبا حسن بازار خپل
تا ويل سبا به سپينه خوله په خندا در کړم
ځار دې تر ويل شم چې شيرين لرې ګفتار خپل
دوه سترګې که وايې ستا په لوري ما څلور کړې
لار ګورم له ورايه ته را وا ستاوه ريبار خپل
مري په ځنګدن دی، ګوندې ستا په ديدن ښه شي
راشه په پوښتنه څه خو وګوره بيمار خپل
ګنج له ماره هيچر ته خالي نشته صديقه!
زلفې يې خوښهمار دي ګنج يې دواړه دي عذار خپل