...

صدیق

چې په زمکه کې پراته وي ګل رخسار تل

 ځکه ښه د تورو خاورو شي ګلزار تل

خدای د ښکليو لب خواره کړل تر شکرو

 ځکه خوږ لګي د دوو لبو ګفتار تل

په مين يې قدر ډېر تر درست جهان دی

 ښايسته که و هر چا ته دی رويدار تل

لږ ديدن د ښايسته په ډېر څه پيره

 يوسف مه غواړه د مصر په بازار تل

عاشقان لکه بلبل، معشوقه ګل شوه

 په ګلونو باندې کا بلبل چغار تل

په ماڼې مې آشنا زخم په خاطر ږدي

 په خندا مې بيا مرهم ږدي په پرهار تل

د صحت اميد ترې مه ړه ژر به ومري

 چې په سخت زحمت کې پاتې شو بيمار تل

چې مدام دننه زړه ولی، دلبر مې

 عجب ليندی دی د سترګو په ګوزار تل

 د صديق سترګې دې خدای لري روښانه

 چې پرې ګوري ښايسته ديدار د يار تل