...

صدیق

غم له زخم نشته هيڅ له ژبې د بې باک

 اور دی خوليده شي چې سيزي خس و خاشاک

ځان و ما ته هيڅ شو د حرم آهو چې ګورم

 ډېر تر ما نظر کا په حلقه ستا د فتراک

مخ و ما ته يو شو بل بې ده و ما ته هيڅ شو

 فکر مې هيڅ نه کا نور بې ده په بل ادراک

ځای يې په رښتيا د زړه په سر باندې زما شي

 بند به د رضا شي قدم چيري دا فلاک

زړه په محبت کې ډېر والا تر مهره وينم

 لاندې هرګز نه وي تر بل نخل چيرې تاک

 څله به صديث پايي بې تا يو دم صنمه

 نه ويني هيچرې بې تا دم د هيچا ژواک