

صدیق
که څوک وګوري زما کتاب د عشق
تر مجنون به شي بتر خراب د عشق
لکه خم په خپل مکان خاموشه ناست يم
ما لا نه دی لوستی چا ته باب د عشق
که د عشق تحمل نشته په هيڅ کار کې
ډېر شي لا په ښه ديدن شتاب د عشق
سر افراز يې په جهان تر شاه جهان کړم
په ما ډېر ښه وشو دا عتاب د عشق
په طلب د ښه ديدن پسې څوک ګرځي
خدای پوره کاندي البت کرياب د عشق
د حيات اوبه په وڅښي له طلماته
په هر چا چې کا رڼا آفتاب د عشق
زوړ به نه شي تر ابدي ورځې پورې
د هر چا چې شي نصيب شباب د عشق
ستا د سترګو مست يې وړي په ننګې ننګې
زړه مدام لرم په اور کباب د عشق
چې بهار بې ميو ځي توبه مې مه شه
نن را نوش کړه ساقي ته شراب د عشق
ته صديق ته نصيحت مه کړه ناصحه
عقل نه کاندی هر ګز جواب د عشق