

صدیق
څو و نه ويني په سترګو يار صديق
هومره زوږ لري په ځان قرار صديق
که د يار دوره له سپيو سره ګرځي
خدای دې نه کا چې به کاندی عار صديق
چې قدم په هغه زمکه دلبر کيږدي
هم هغه خاوره توتيا کا خوار صديق
چې پيغام د يار د وصل ورته راوړي
تر هغه قاصد به ځان کا ځار صديق
ستا د عشق د سورو منډ يې دی نيولی
اوس به څه پريږدي نيولې لار صديق
ستا په کوی کې د قاتلو پيالې ويش دی
عاقبت به يې وڅښي په وار صديق
يوه ورځ به سره لمبه شي شنه ډ ډوزه
چې خپل زړه لري همېش په نار صديق
د فراق آواز دې ښه ايسي پوهيږم
ځکه تل لري مدام نګار صديق
واړه ستا د مخ په خيال پسې مجنون شو
نور به څه کا د دنيا روزګار صديق