

صدیق
چې خبر نه يې له حاله د غريق
ترو پسو به کړې د ښو بدو تفريق
چې يې پر د محبت د تجريد نشته
پورته نه شي تلی آسمان و ته زنديق
غم ښادي دواړه په رخه د عاشق دي
ښه چې نه لري بې مينې بل رفيق
مګر بيا مدد د بخت را سره يار شي
چې ښکل کړم زه د سرو شونډو عقيق
چې له درده ورځ و شپه باندې يوه وي
د دردمنو حال هغو زده په تحقيق
ما سوا له ياره کفر ور ښکاره شي
چې قدم ږدي څوک د مينې په طريق
د دنيا روزګار زحمت ورته څرګند شو
مګر غم د يار صديق نه شو شفيق