

صدیق
ته چې ډېر و ما ته کړې د زهد لاف
چې ديدن د ښکليو کړې لاف دې خلاف
ياديدن د ښکليو کړه يا پرهيزګار شه
کومه ښه ده ته پخپله کړه انصاف
چې نه دا کړې نه هغه نور څه پوهيږې
هغه واړه کړه وتاته دي معاف
چې دې زړه وي هغه کړه درته بخښلي
منع يو د زړه آزار دويم خلاف
ګفتګوی د محبت پر هر مکان شي
تر ثرا تر ثرايا په نون و کاف
څوک د زهد د تقوی څوک می پرست دی
څوک شړۍ اودي څوک شال ځينې زر باف
څوک د علم د مکتب د خانقاه دی
څوک مين په چنګ ونی په ميو صاف
ما بې مينې نور څه هيڅ ترې ښکاره نکړل
که کتاب په هر معنی و که کشاف
تر هغه سوری صديق مخ د يار ګوري
چې په تير يې د غمزې کړ زړه شګاف