...

صدیق

که هر څو دی ښايسته تر ماه يوسف

 نه مخی کړ ياره ستا الله يوسف

ستا د مينې لاف که کړمه دروغجن يم

 راسره دی ستا د مينې ګواه يوسف

د ښايست په غرور هغه ډېر ارزان شو

 ګڼه نه وه کړی بل ګناه يوسف

چې يې ډېر محنت ليدلی د فلک و

 بيا آخر د مصر شو پاد شاه يوسف

 د ښادۍ اميد لري صديق په غم کې

 بند به نه وی د کنعان په چاه يوسف