

صدیق
څو چې ښه بهار وي بيا خزان شي په دا باغ
ګل وي چې شبنم ته نګران شي په دا باغ
پاڼه، ګل که وايې کل حيات په اوبو مومي
صاف، زلال چې راشي جوی روان شي په دا باغ
هيڅ غونچه به نه شي د دې باغ په کتو کمه
ستړي په ديدن که درست جهان شي په دا باغ
نه دی چې يې ناوری شګفته غونچه ګلونه
څو چې د بلبل توتي فغان شي په دا باغ
وژاړي په خپله خنده روی د جهان واړه
تل لکه غونچه چې په خندان شي په دا باغ
درد يې د خمار تمام صورت په ګران بار کا
ګډ په لاله زار کې چې مستان شي په دا باغ
وړی يې له مادی په جهان کې زړه که وايي
دريغه که هغه سر و روان شي په دا باغ
راشه يو قدم د خدای د پاره هور ته کيږده
ګل به شګفته عجب خندان شي په دا باغ
ډېر په خجالت يې د صديق ويل خاموش کا
څه شي که سوسن هزار زبان شي په دا باغ