...

صدیق

چې قاصد راوړ په مخه د دلدار خط

 حقيقت راته ښکاره کړ په تکرار خط

دا يې حسن د ښه مخ له مخه درومي

 چې څرګند شو اوس په مخ باندې د يار خط

له اندوهه يې هر ګور په زړه زهير شوم

 چې مې ولوست په ارمان او په چغار خط

دا يو زيری د بهار دی چې پرې وشو

 که سبا ور کړ بلبل ته په تلوار خط

د وصال قاصد چې خط د دلبر را وړي

 په ليمو ږدم په تندي ږدم په دستار خط

هسې رنګ خوشحالي ستا د خطه مومم

 لکه راشي د روزګار په بې روزګار خط

که په سخت زحمت کې پروت وي پرې آسان شي

 د طبيب چې چيرې ورشي به بيمار خط

 صدقه د صديق سر تر هسې ياره

 چې يې ډېر شي وبلبل ته په تلوار خط