

صدیق
چې د ښکليو په رخسار لري غرض
هم هغه به په پل لار لري غرض
چيرې نه ګوتې يې زلفو ته نژدې کړې
هوښيار کله په ښامار لري غرض
د لور چا غرض پرې نشته دا يم وايم
يو طبيب دی پرې بيمار لري غرض
ښه چې زړه مې د ښه مخ په طلب لاړ شو
تل بلبله په ګلزار لري غرض
چې خوږه خبره ښه ورته د يار کا
عاشق ځکه په ريبار لري غرض
بې مطلبه اشنايي سره څوک نه کا
هر سړی به په خپل کار لري غرض
هر نادان له تحمله بې غرض دی
دانا کله په تلوار لري غرض
ته د حسن ګنج لرې له ما کنار شوې
توانګر کله په نيست ګار لري غرض
د خاطر وينې به خود صديق پرې وڅښي
چې په شونډو د خونخوار لري غرض