...

صدیق

تل په سر زما د آه کا اسمان رقص

 تل په سر د سرو لمبو کا د خان رقص

دست افشان صوفی له ځانه د عشق زور کا

 په خاته له ژۍ کا تير و پيکان رقص

په لږ څښل د ميوو ډېر عقل تر شا کړم

 په قرسک تر سرود لا کا مستان رقص

تيريدل تر ځانه زر رسد کا جان ته

 ځکه سر کا د منصور په سنان رقص

 د صديق پرې کړی سر د يار په کوی کې

 همېشه کا لکه ګوی په چوګان رقص