

صدیق
تر اوبو صافه سينه لري درويش
زړه هر ګوره بې کينه لري درويش
په ديدن د خپل مطلب مراد حاصل کا
په صيقل مخ آينه لري درويش
ومدام د اطلس پوښو مخی نه دی
خرقه هسې پشمينه لري درويش
صبر هيڅ د هيڅ حريص په خاطر نه شته
شپه شبنه ورځ آدينه لري درويش
قصر هيڅ چې د صديق په خدمت نه شته
محبت پرې ديرينه لري درويش