...

صدیق

ساقي هسې پياله را رندانه بيا اوس

 چې په څښل يې شم معذوب ديوانه بيا اوس

ودانی و روغ عالم و ته بخشش کړم

 خپل وطن کړم په صحرا ويرانه بيا اوس

غنيمت ګڼم دا عمر که باور کړې

 چې د يار له غمه شوم همخانه بيا اوس

په مانې بيل شوی يار که چيرته مومم

 لټوم به هغه ستړی ستانه بيا اوس

مرور يار که پخلا شي هزار شکر

 بارې ساز را سره کا زما نه بيا اوس

مغنی! ته خپل سرود له لاسه کښيږده

 راته خيال کا د دلبر ترانه بيا اوس

څه چمن چې په خزان کې ترې خالي و

 په هر ګل شي د بورا چغانه بيا اوس

په خلوت کې مې زړه تنګ شو آرام نه کا

 له ما غواړی ارت ملک ميخانه بيا اوس

د مجنون قصه ماضی زما په حال شوه

 لږ تر ما پورې به شي افسانه بيا اوس

د تهمت له غشيو خلاص وم يو څو ورځې

 عاقبت شوم د هر تير نښانه بيا اوس

 يو څو ورځې صديق څشکله خاموش و

 ستا د راز خبرې کا رندانه بيا اوس